په هېواد کې د ځینو سیمو یو شمېر بزګران چې، حاصلات یې رسېدلي د سړو خونو له نشتوالي شکایت لري او وايي، چې حاصلاتو ته یې زیان رسېدلی او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. بلخوا بیا د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکي وايي، چې په هېواد کې د سړو خونو د جوړېدو چارې یې پيل کړې دي. ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین هم وايي، چې د سوداګریزو سړو خونو جوړول د هېواد په صادراتو کې خورا مهم رول لري او هڅه کوي چې د دولتي سړو خونو تر څنګ هغه پانګوال چې په دې برخه کې پانګونه کوي له هغوی هم کلک ملاتړ کوي.
































