د زابل د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه شبکه د یونیسف موسسې د ۶ میلیونه، ۶۷۷ زره او ۲۸۴ افغانیو په لګښت او د ځايي خلکو د ۶ میلیونو ۹ زره او ۵۵۶ افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. د مسوولینو په وینا، په یاده شبکه کې د ۷۶ متره ژوروالي سره د یوې څاه کیندل، ۴۰ لمریزو تختو نصبول او دغه راز د ۶۰ زره لېټره په وړتیا سره د اوبو د یوې زېرمې جوړول شامل دي. د دغه شبکه په جوړېدو سره ۳۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
































