د ځمکو د شاړېدو او وچکالۍ د مخنيوي د ۲۹مې نړيوالې ورځې په درشل کې، د تکليماکان صحرا درېیم فورم او د افريقا د زرغون لوی دېوال د ابادۍ د تخنيک دوهم روزنيز ټولګی د جون له ۹مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د چين په شينجيانګ کې روان دي، شاوخوا ۱۸۰ چيني او بهرنيو شخصيتونو پکې ګډون کړی.
د دې فعاليت موخه دا ده، چې د صحرا کېدو د مخنيوي په برخه کې د چين تخنیک او بريالۍ تجربې شريکې کړي او د ځمکو د شاړېدو او صحرا کېدو د مخنيوي په برخو کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ همکارۍ او تبادلې پياوړې کړي.

د چين د علومو اکاډمۍ د شينجيانګ د ايکولوجي او جغرافيې انسټيټيوټ مشر جانګ يوان مينګ په ياد فورم کې ویلي چې دغه انسټيټيوټ په دې وروستيو کلونو کې له قزاقستان، ازبکستان، پاکستان، موريتانيا او اتوپيا په شمول له يو شمېر اسيايي او افريقايي هېوادونو سره د صحرا کېدو د مخنیوي په برخه کې نړيوالې همکارۍ او تبادلې تر سره کړې.
































