د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د «انفا» موسسې په مالي ملاتړ دوو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وویل، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ولسي خلکو په غوښتنه او د «انفا» موسسې له لوري دوه روغتیايي مرکزونو ته په عصري او معیاري ډول ودانۍ جوړې شوې دي. د یادونې وړ ده چې یاد روغتیایي مرکزونه د سیمې شاوخوا ۱۰۰۰ کورنیو ته صحي خدمات وړاندې کوي.
































