د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، په افغانستان کې د سرپرست حکومت په اړه د پاکستان او نړیوالې ټولنې دریځ یو شان دی او له سرپرست حکومته یې غوښتنه کړې چې له نړیوالې ټولنې او خپلو خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي. زرداري له الجزیره شبکې سره په مرکه کې ستونزو ته د رسېدو یوازېنۍ حللار، د افغانستان له اوسني حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل بللی او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې امنیت او ټیکاو د ټولو په ګټه دی.
































