هلمند ولایت کې د شاتو مچيو د روزنې يو شمېر مسوولين وايي، د تېرو کلونو په پرتله بازارونه پیکه شوي او فروشات کم لري. دوی وايي، له تېرو ۷ کلونو راهيسې د شاتو د توليد فارم لري، خو له دوو کلونو راهيسې د کار خونده ځکه نشته، چې په خبره يې د خپلو تولید شویو شاتو لپاره مارکېټ نهلري. خو د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي، سږ کال دغه ولايت کې د شاتو توليد کې د پام وړ ډېروالی راغلی او دوی هڅه کوي چې مناسب مارکېټ ورته پيدا کړي. نوموړی وايي، تېر کال هلمند کې ۳۶.۷ ټنه شات توليد شوي دي خو سږ کال لا تر دې دمه د شاتو د توليد احصايه دوی نهده ترلاسه کړې.
































