د یوه خصوصي خیریه بنسټ په مرسته د غبرګولي میاشتې له ۲۳ مې څخه تر ۲۷ مې نېټې پورې کابل کې د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې او د همدې میاشتې له ۳۱مې څخه د چنګاښ تر ۴مې نېټې پورې د کندهار په مهمند روغتون کې په وړیا توګه د سترګو د ناروغانو درملنه کیږي. افغاني سرې میاشتې ویلي، چط په یاد هر ولایت کې به د ۴زره کسانو د سترګو درملنه او د ۴۰۰ کسانو د سترګو د جراحي عملیات ترسره شي.
































