نن سهار شاوخوا لس بجې د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالي په مرکزي چوک کې موټر بم برید له امله څلور کسان وژل شوي دي. د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو ټیم لیډر نورزمان په ګډون څلور سرتېري وژل شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې دغه راز د دوو سیمه ییزو پولیسو په ګډون ۱۱ ملکیان ټپیان شوي هم دي. تر اوسه د پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































