د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا له مرستیال محمد زید خاطر او مل پلاوي سره کتلي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر محمد زید خاطر او مل پلاوي ته د کانونو د اقتصادي ودې او پراختیا، په چارو کې د روڼتیا او په ځانګړي ډول د هېواد د سرتاسري امنیت په اړه خبرې وکړې. په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفترمرستیال ویلي، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په افغانستان کې سرتاسري امنیت او په چارو کې روڼتیا راغلې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو او همکاریو قدرداني کړې او پر دوه اړخیزو همکاریو یې ټینګار کړی دی.
































