د چين د کلتوري صنعت نولسم نړيوال نندارتون د جون په يوولسمه نېټه په شن جن ښار کې پای ته رسېدلی، چې د نندارتون په ترڅ کې له ۱۲۰ زرو زيات کلتوري توليدات او د کلتوري صنعت د پانګونې څه باندې ۴ زره پروژې نندارې ته وړاندې شوې او يا يې معاملې تر سره شوې، ۵ سوه فعاليتونه جوړ شوي او د ګډون کوونکو شمېر يې ۴ ميليونو ته رسيدلی دی.
د دغه نندارتون پر مهال د صنعتي معاملو يو لړ فعاليتونه تر سره شوي او د انلاين او افلاين فعاليتونو له لارې يې د ۳ ميليارډو او ۴۲۰ ميليونو يوانو په ارزښت د پروژو تړونونه لاسليک شوي دي. دغه نندارتون د چيني او کورنيو نويو توليداتو او نويو پروژو د خپرېدو لپاره ډګر برابر کړی دی.



































