د جون ۱۲مه نېټه له چين څخه د هندوراس د ولسمشرې انيريس سيومارا کاسترو د ليدنې څلورمه ورځ ده. نوموړې د همدې ورځې په سهار د بېجينګ تيان ان من میدان ته لاړه او د چين د ولسي قهرمانانو او اتلانو پر يادګاري څلي يې د ګلو ګېډۍ کېښوده.
کاسترو د هندوراس په تاريخ کې لومړۍ ولسمشره ده، چې له چين څخه رسمي ليدنه کوي. دغه هېواد د سږکال د مارچ په ۲۵مه نېټه اعلان کړی، چې د چين د تايوان سيمې له حکومتي ادارې سره يې اړيکې پرې کړې دي. د مارچ په ۲۶مه نېټه، د چين او هندوراس حکومتونو ګډه اعلاميه لاسليک کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي اړيکې ټينګې شوي.
په هندوراس کې د چين سفارت د جون په ۵مه نېټه پرانيستل شو او په همدې ورځ د هندوراس ولسمشرې کاسترو له چين څخه د رسمي ليدنې پلان خپور کړ.
کاسترو د جون د ۶مې نېټې په ماښام شانګهای ته ورسېده او و يې ويل، چې چین ته يې د هندوراس د خلکو هیلې له ځان سره راوړې دي. نوموړې د جون په ۱۰مه نېټه د برېکس هېوادونو د نوي انکشاف بانک څخه د ليدنې په ترڅ کې په دغه بانک کې د هندوراس د شاملېدو غوښتنليک وړاندې کړ.
د جون په ۱۱مه نېټه په چين کې د هندوراس د سفارت د پرانيستنې مراسم تر سره شول او د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.




































