د چین د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ پرون په بېجينګ کې د هندوراس سفارت د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ او د هندوراس د بهرنيو چارو له وزير ادواردو رينا سره يې په ګډه د دغه سفارت پرانيسته وکړه. چين ګانګ ویلي چې له چین څخه د هندوراس د ولسمشرې ايريس سيومارا کاسترو رسمي لیدنه ستر اهمیت لري. نوموړي ویلي، چې د چین د دولت د ریيس شي جين پينګ او ولسمشرې کاسټرو ترمنځ لیدنه به دوه اړخيزې اړيکې نوي پړاو ته ورسوي او نوی پرمختګ به تر لاسه کړي. چين غواړي په بېلا بېلو ساحو کې له هندوراس سره متقابلې ګټورې همکارۍ ته دوام ورکړي او د بېلا بېلو کچو، ملي شرايطو او نظامونو لرونکو هېوادونو ترمنځ د دوستانه همکارۍ د نوي ماډل په توګه د چين او هندوراس اړيکې ټينګې کړي.
































