د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز پارون سربېره، کامدېش، وایګل او واما ولسواليو کې ۵ شنې خونې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریيس وايي، چې دغه شنې خونې د خوړو نړيوال سازمان په مالي مرسته د نږدې ۳۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړې شوې، چې په کې تازه سبزۍ توليدېږي. ورته مهال د یادو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د يادو خونو په جوړېدو خوښ دي او وايي، چې له دې وړاندې به د یادو سیمو خلک د سبزيو له کمښت سره مخامخ کېدل او هم به يې وخت نا وخت بیې لوړېدلې.
































