د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا اذربایجان د ولسمشر الهام علي اوف په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی. د ترکي رسنیو د معلوماتو له مخې، دواړه مشران به تر مخامخ خبرو وروسته د پلاویو په کچه هم بحثونه ولري او وروسته به په یو مطبوعاتي کنفرانس کې د خپلو کتنو جزیات له رسنیو سره شریک کړي. ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ولسمشران به د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د سیمې او پر نړیوالو حالاتو خبرې وکړي. بلخوا، قبرس هېواد اذربایجان ته د اردوغان سفر غندلی او ویلي یې دي چې دغه سفر د ملګرو ملتونو له پرېکړه څخه ښکاره سرغړونه ده.































