د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي چې حکومت به یې په امریکا کې د افغان همکارانو د ځای پرځای کولو په اړه پر خپلې پخواني ژمنې ودرېږي. نوموړي پرون له « افغاني تخلیې ایتلاف» سره د هوکړهلیک نوي کولو د غونډې په مراسمو کې ویلي چې دوی لاهم په هغې ژمنې ولاړ دي چې له افغانستان څخه یې د وتلو پر مهال کړې وه. هغه وخت د امریکا حکومت ویلي و، چې ټول هغه افغانان به امریکا ته انتقال کړي چې له دوی سره یې په بېلابېلو برخو کې کار کړی.
































