د کونړ د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په ټانګو پنډغالي شريف آباد کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ريیس وايي، چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق په مالي ملاتړ د ۵۷ زره امريکايي ډالرو په لګښت د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ ټانګو پنډغالي شريف آباد کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. د یادې شبکې په جوړېدو سره د دغه کلي ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
































