په کابل کې د لومړي ځل لپاره په کور د ننه د تولید شویو درملو او روغتیایي توکو نندارتون جوړ شو چې درې ورځې به دوام وکړي. د دغه نندارتون په پرانیست غونډه کې د درملو د تولیدوونکو شرکتونو مسوولینو هېواد ته په قاچاقي توګه د درملو د راوړلو د مخنیوي غوښتنه وکړه. د درملو د تولیدوونکو شرکتونو د ټولنې استازي سیدنور پاچا وویل اوسمهال په هېواد کې د درملو د تولید په برخه کې ۳۲۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې چې ۸۱۰ قلمه درملو په کور د ننه تولیدېږي. د درملو د تولیدوونکو شرکتونو استازی وایي، اوسمهال د درملو د تولید په فابریکو کې پنځه زره تنه په کار بوخت دي او افغانستان د ۱۵ قلمه درملو په برخه کې هم د کمیت او هم د کیفیت له پلوه په ځان بسیا دی، خو نوموړی وایي چې بهرنیو بې کیفیته درملو یې تولیدي چارې ټکنۍ کړې دي. په همدې حال کې د خوړو او درملو ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر وویل چې هېواد درملو د ۷۰ فیصده قاچاق مخه نیول شوې، خو ۳۰ فیصده قاچاق اوس هم کېږي چې دوی یې د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
































