د شانګهای د فلمونو ۲۵م نړيوال فېسټیوال د جون له ۹مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې تر سره کيږي او د دې فيسټيوال پر مهال د يو کمربند او يوې لارې د فلمونو اوونيز فعاليت جوړيږي، چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ۲۰ نوي فلمونه نندارې ته وړاندې شوي.
د يو کمربند او يوې لارې د فلمونو د اوونيز فعاليت په ترڅ کې به د اړوند فلمي کلتور فورم او د فلم ورکشاپ جوړ شي، چې چيني او بهرني مېلمانه به پکې د فلمونو په اړه خپل نظرونه او تجربې شریکې کړي او د راتلونکو همکاريو په اړه به بحث وکړي.
عکس:

۱. د يو کمربند او يوې لارې د فلمونو اوونيز فعاليت د اعلان انځور

۲. د يو کمربند او يوې لارې د فلمي کلتور فورم

































