د چين او عربي هېوادونو د تصديو خاوندانو ۱۰م کنفرانس او د پانګونې ۸م سيمينار د جون په ۱۱مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې تر سره شو او د څه باندې ۲۰ هېوادونو درې زره استازو په دغه کنفرانس کې ګډون وکړ.
((د چين او عربي هېوادونو تر منځ همکاري او د ګډې سمسورتيا رامنځته کول)) د دغه دوه ورځني کنفرانس مطلب دی، برخوال به د سوداګرۍ، مالیې، بنسټيزو تاسيساتو، انرژۍ او زرغون صنعت په هکله د نظريو تبادلې وکړي.
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان آل سعود وويل، چې دغه کنفرانس د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د عنعنوي دوستۍ د پياوړتيا لپاره يو مهمه صحنه ده او خلکو ته د يوې ګټې رسوونکي آيندې د جوړولو او د نړۍ د سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره مهم اهميت لري. (ژباړه: شکريه)
































