د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د ملي امنیت د محرمو اسنادو د ناوړه استفادې په تور محکمې ته له حاضرېدو وروسته پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل. ټرمپ د امریکا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان کاندید کړی دی. د راپورونو له مخې د فلوریډا د میامي ښار په فدرالي محکمې کې د ټرمپ له حاضرېدو وړاندې کلک امنیتي ترتیبات نیول شوي وو. پنځه ورځې وړاندې په میامي کې یو منصفه هیات پر ټرمپ باندې د ولسمشرۍ د دورې له بشپړېدو وروسته له ځان سره د محرمو اسنادو د قصدي ساتلو په تړاو ۳۷ جنایي تورونه ولګول او نوموړی یې محکمې ته وغوښت. دا هر تور که ثابت شي، تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا لري. خو ټرمپ پر ځان لګېدلي دا تورونه بې اساسه او تشه پلمه بللې ده.
































