د میدان وردګو والي له یو شمېر چینايي پانګوالو سره کتلي دي. په دغه کتنه کې چینايي پانګوالو ویلي، چې دوی د یاد ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د لوښو، سیمي جالیو او ماشومانو د پمپرو کار خونې جوړوي. د میدان وردګو والي ویلي، چې په هېواد کې ډاډمن امنیت تامین شوی او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د ځمکې سربېره یادو پانګوالو ته د برېښنا زمینه هم برابروي. نوموړي له کورنيو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې په یاد ولایت کې پانګونه وکړي تر څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
































