د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د جون په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې د فلسطين د بهرنيو چارو وزير رياض المالکي سره وکتل، چې د دغه هېواد د ولسمشر محمود عباس په ملګرتيا له چين څخه په ليدنې بوخت دی.
چين ګانګ وويل، چې د فلسطين ولسمشر محمود عباس د عربي هېوادونو لومړی مشر دی، چې سږ کال يې چین کوربتوب کوي او د دواړو هېوادونو تر منځ ځانګړې دوستي او د فلسطين د عدالت له اړوندو چارو څخه د چين ملاتړ څرګندوی دی. باور دی، چې د دواړو هېوادونو مشران به د خپلمنځي دوه اړخیزو اړيکو پرمختګ لپاره غوره طرح جوړه کړي، ستراتيژيک لوری به روښانه کړي او د دواړو هېوادونو عنعنوي دوستانه اړيکې به پرمخ یوسي.
المالکي وويل، چې چين د باور او اتکا وړ ملګری دی. فلسطين د دغه هېواد مسئلې په هکله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يو لړ وړانديزونو غوره ستاينه کوي. فلسطين د يو چين پېژندلو پر تګلارې ټينګار کوي او د چين مرکزي ګټو په اړه مسئلو کې به ور څخه ټيڼګ ملاتړ وکړي.
































