امریکا د وارداتو او صادراتو د کنټرول په لېست کې د ۳۱ چيني صنعتي تصديو په ګډون ۴۳ صنعتي تصدۍ شامل کړې دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين ویلي، چې چين د امریکا له يادې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي او ورڅخه غوښتنه کوي، چې سمدلاسه د وارداتو او صادراتو د کنټرول په لېست کې د صنعتي تصديو د شاملېدو په شمول د بنديزونو او پر چيني تصديو د فشارونو له اچولو څخه د لاس واخلي. وانګ ون بين ویلي، چې امریکا د خپل پوځي او د ساينس او ټېکنالوژيو د تسلط ساتنې په پلمه د ملي امنيت ساتلو چوکاټ پراخوي، د دولتي واک څخه ناوړه استفاده کوي، پر چيني تصديو بې ځايه فشارونه اچوي، نړيوال اقتصادي او تجارتي ميکانیزم او تجارتي اصول خرابوي، د نړيوال توليد ځنځير د عرضې ثابتوالی زيانمن وي، چې په دې سره د اسانتیاوو لارې چارې لا ترینګلې شوې دي.
































