د ننګرهار ځايي مسوولین وايي، چې تورخم – جلال آباد پر لویه لاره د تورخم ښارګوټي اړوند شهید موړ سره یو مارسيدیز ډوله موټر چې جنازه یې جلال آباد ښار ته لېږدوله، اوښتی دی. ځايي مسوولینو ویلي، چې پېښه د شپې شاوخوا ۱۲ بجې رامنځته شوې، چې په کې ۸ تنه ټپیان شوي، چې له منځه یې د څلورو کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. ورته مهال د ترافیکو مدیریت مسوولین بیا وايي، چې دغه ډول ټرافیکي پېښې په ياده لاره د موټر چلوونکو د بې غورۍ او کنټرول نه لرلو له امله رامنځته کېږي.
































