د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۷ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی. د یادې ادارې ویاند ویلي، یاده اندازه تېل، چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود د فراه ولایت په ۷۸ میل بندر کې بېرته ایران ته مسترد کړي دي. نوموړي زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. د سټنډرډ ملي ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي. د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړانډې هم هېواد ته د سلګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د واردېدو مخنیوی کړی وو.
































