د کندز د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او چهاردرې ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۴ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو دوو شبکو د بیارغولو چارې پیل شوې. د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې د مرکز اړوند په فیض آباد کلي او د چهادرې ولسوالۍ په نو آباد کلي کې د یومیسف موسسې په مالي ملاتړ او د خلکو په لس سلنه ونډې سره د څښاک اوبو دوو شبکو د بیار غولو چارې پیل شوې، چې پرې ۲۴ میلیونه، ۱۹۶ زره او ۶۹۴ افغانۍ لګښت راځي. مسوولینو زیاته کړه، چې دغو شبکو ته به د لمریزې برېښنا سېستم فعال شي.
































