د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د وینې د ټولو ۶۷ بانکونو ملاتړ کوي. د دې سازمان د افغانستان څانګې دا خبره نن د وینې ورکولو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ټویټرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې د وینې د دې بانکونو له لارې هره میاشت کې ۳۴ ولایتونو ته دېرش زره او ۵۰۰ د وینې کڅوړې وېشل کېږي. روغتیا سازمان ویلي، وینې ته اړتیا یوه نړیواله اړتیا ده او زیاتوي، هره یوه وینه یا د پلازما بسپنه د ژوند ژغورنې یوه قیمتي ډالۍ او د ژوند ژغورلو لپاره کلیدي ده. دې سازمان د ګیټس فاونډېشن او یونېسف په ګډون له یو شمېر مرستندویانو د مننې ترڅنګ ویلي چې د دوی په ملاتړ سره د روغتیا نړیوال سازمان کولی شي دا مسئله یقیني کړي چې خوندي او کافي وینه په ځانګړي توګه په بېړنیو حالتونو کې د لاسرسي وړ ده.
































