د سمنګانو ځايي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د بر دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګاز له کبله ۲ کان کیندونکي مړه او ۳۵ نور مسموم شوي دي. د دغه ولایت د بر دره صوف ولسوال محمد نسیم ویلي، چې د یادې ولسوالۍ د مرک دهانه تور په کان کې د کاربن مونوکساید ګاز د خپرېدو له کبله ۲ کان کیندونکي مړه او ۳۵ نور مسموم شوي دي. هغه زیاته کړه چې مسموم شوي کسان د درملنې په موخه د دغه ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
































