د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د شهیدانو د ورثې، معلولینو او یتیمانو د ثبت لړۍ پیل کړه. د دغه وزارت مرستیال نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا لړۍ څلور میاشتې وړاندې په دې برخه کې د څېړنې لپاره درول شوې وه، ترڅو مستحق کسان وپېژندل شي. نوموړی وایي د څېړنو په پایله کې تر اوسه د ۱۵ ولایتونو اړوند ۳۵۰۰ غیرمستحق کسان له سیستم څخه ایستل شوي چې ۹۹ سلنه یې د تېر جمهوریت پرمهال ثبت شوي وو. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال عبدالحکیم وایي، له دې وروسته به د برېښنایي پېژندپاڼو پربنسټ هر معلول او یتیم لیدل کېږي چې د ثبت پروسه به یې هم خورا شفافه وي.
































