د خوست په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د تېرې ورځې زیاتو ورښتونو او سیلابونو له کبله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي چې د کورونو ترڅنګ یې کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي. دوی وايي، د سرپنا ترڅنګ د خوراکي توکو له نشت سره مخامخ دي او له اړونده ادارو د مرستې غوښتنه کوي. بل پلو د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې مسوولین زیانمن خلک سروې کوي چې، له سروې وروسته به له دوی سره په بېلابېلو برخو کې همکاري ترسره شي. د نوموړي په خبره چې، د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له کبله تر ټولو زیات بې وزله کورنۍ، کوچیان او د زراعتي ځمکو مالکین زیانمن شوي دي.
































