د کورنیو پانګوالو لخوا د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې یو صنعتي ښارګوټی پرانیستل شو. پانګوال د دغه ښارګوټي د جوړېدو موخه سوداګرو او د پلازمېنې اوسېدونکو ته د اسانتیاوو برابرول بولي او وايي، یاد صنعتي ښارګوټي د نساجي، تیلو، پلاستیک، پنبو، وچو او تازه میوو لپاره د سړو خونو درلودونکی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه ښارګوټي جوړول ستايي او له افغان پانګوالو غواړي څو خپل هېواد ته راستانه او پانګونه وکړي. د څرخي پله د صنعتګرو ټولنې رییس د دغه ډول ښارګوټو جوړول د اقتصاد په وده کې مهم بولي او له هېوادوالو غواړي چې کورني تولیدات وکاروي.
































