د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې زلزله ځپلو کورنیو ته د نږدې ۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت ۴۴۹ کورونه جوړ او بیا ورغول شول. د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس وايي، چې دغه کورونه د ناروې کمېټې په مالي ملاتړ د ۳۹ میلیونو، ۶۰۴ زره او ۱۵۰ په لګښت جوړ شوي دي. نوموړي ویلي، چې په دغو کورونو کې ۲۶۵ کورونه جوړ شوي او ۱۸۴ نور بیا رغول شوي، چې هر کور د هستوګنې خونه، یو دهلیز او یو تشناب لري. د یادو کورونو د جوړولو او بیارغولو چارې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
































