په ننګرهار کې د ۲۰۱ قول اردو مسوولینو ویلي چې د کشفي راپورونو پر اساس يې پرون د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۴۹ پسونو د قاچاق مخه نیولې ده. امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه ۱۴۹ پسونه یې د خوږیاڼو ولسوالۍ په ارغچ سیمه کې نیولي، چې غوښتل له افغانستان څخه یې بهرته په غير قانوني توګه انتقال کړي.
































