د افغان ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وایي، له افغان مېرمنو څخه په بېلا بېلو برخو کې خپل ملا تړ ته دوام ورکوي. نوموړې د مور د ورځې په اړه پر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دوی په افغانستان کې د مور د ورځې په ویاړ ټولو افغان میندو ته درناوی کوي او د هغوی د کار او تعلیم د حق ملاتړ ته ژمن دي. تر دې دړاندې د افغان ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې ویلي وو چې په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په اړه به له خپلو هڅو په شا نه شي.
































