د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د چین له یوه پانګه وال «لیو» سره کتلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې ښاغلي «لیو» د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې او د هېواد د سرب او جست په کانونو کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه. دغه راز د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ، په افغانستان کې د یاد پانګه وال د پانګونې هرکلی کړی او د کانونو د قانون او مقرراتو له مخې یې ورسره د لازمې همکارۍ ژمنه کړې ده.
































