چين د جون په ۱۳مه نېټه په جنیوا کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان په عمومي مقر کې د انرژيو شکلونو د بدلون او د سوداګریزو تګلارو په هکله سمينار تر سره کړ. دغه سمينار په چين کې د انرژيو جوړښت د بدلولو بهير او راتلونکې په هکله معلومات ورکړل او په دې اړه يې سلامشوره وکړه، چې څنګه د نړيوال سوداګریز چاپېريال د غورهوالي له لارې د نړۍ د انرژيو د ټيټ کاربن په ايستنې سره پرمختګ وکړي.
په یاد سازمان کې د چين دايمي استازي لي چنګ ګانګ په سمينار کې وويل، چې په چين کې د انرژيو جوړښت بدلولو له تجربو څخه څرګندېږي، چې د نړيوالې سوداګرۍ پرانيستی او ټولشموله چاپېريال د انرژيو جوړښت بدلولو په اړوند د توليداتو د تر لاسه کولو او اخيستلو لپاره رغنده اهميت لري. چين به د دغه سازمان له رول څخه ملاتړ وکړي او د سوداګریزو تګلارو د همغږۍ پياوړتيا، د سوداګریزو تګلارو د روښانتیا، د سوداګریزو بنديزونو د له منځه وړلو په شمول تګلارې به غوره کړي او د نړۍ د انرژيو د ټيټ کاربن په ايستنې سره د پرمختګ په ځانګړې توګه په پرمختيايي هېوادونو کې د انرژيو جوړښت بدلولو لپاره به مثبت رول ولوبوي.































