په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د جون په ۱۴مه نېټه د عمومي اسامبلۍ د سولې او کلتور په اړه په عمومي مباحثوي غونډه کې وينا وکړه او پر نړيوالې ټولنې يې غږ وکړ چې د باور کسر کم کړي او د سولې د رامنځته کولو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.
دای بينګ وويل چې د متقابل باور ټینګښت او پیاوړتیا اسانه کار نه دی او کليدي کار د متقابل درناوي، سوله ييز ژوند، برياليو همکاريو، د نړيوال عدالت ساتنه او د څو اړخيزم واقعي عملي کول دي. یو لږ شمېر هېوادونه د ډیموکراسۍ تر شعار لاندې شخړو ته لمن وهي، د خطرونو د لرې کولو په نوم نړۍ وېشي او دوه ګوني معیارونه تعقیبوي. د دوی تسلط به یوازې متقابل باور ته زیان ورسوي او د نه ختمېدونکو زیانونو لامل به شي.
دای بينګ وويل، موږ بايد د پرمختګ او سولې پر لار ټينګار وکړو او د سولې بنسټ ټينګ کړو. دا اړینه ده چې د تمدنونو ترمنځ ټولشموله او دوه اړخیز پوهاوی پیاوړی شي او د خلکو تګ راتګ ته وده ورکړي.































