د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې د افغانستان په لوېدیځ کې یو ميلیون ۴۹۰ زره کسانو ته مرستې رسولې دي. د خوړو نړیوال پروګرام پرون ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د بشري مرستو رسولو لپاره ۹۱۸ ميلیون ډالرو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا په وینا، په افغانستان کې روان کال د هغو کسانو شمېر چې بشري مرستو ته اړتیا لري ۲۸.۸ ميلیون وګړو ته رسېدلی دی.
































