د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري خصوصي شرکتونو ته د هېواد د کانونو د ورکړې په بهیر کې دا ځل د ننګرهار او کونړ ولایتونو د نفرایټ دوه کانونه له داوطلبۍ وروسته دوو کورنیو شرکتونو وګټل. د دغه وزارت ویاند زیاتوي د ننګرهار د نفرایټ یو ټن تیږه د ۲۵ میلیونه افغانیو له مخکې ورکړې سره د ۱.۱ میلیون افغانیو او د کونړ د نفرایټ تیږه بیا د ۲.۴ میلیونه افغانیو په بدل کې یادو شرکتونو ته سپارل شوي دي. له دې سره سم د کانونو او صنایعو خونه وايي، د هېواد کانونه باید په کور دننه پروسس شي تر څو هېودوالو ته د کار زمینه برابره شي. تر دې مخکې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه چین او قطر لېواله دي چې د افغانستان د کانونو پر راویستنې پانګونه وکړي.
































