د فلیپین د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه نن د هغو زرګونو افغانانو د موقتي استوګنې پر پلان بحث کوي چې د امریکا له پوځ سره یې کار کړی او په متحده ایالاتو کې د بیا مېشتېدو لپاره په تمه دي. په امریکا کې د فلیپین سفیر خوزه مانویل، ویلي چې، فیلیپین د تېر کال په اکتوبر میاشتې کې د متحدو ایالتونو لخوا په موقتي ډول د یو شمېر افغانانو د کوربه توب وړاندیز ترلاسه کړ. هغه زیاته کړې چې د دې طرحې له مخې به هغو افغانانو ته چې د امریکا حکومت ته یې کار کړی د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکول کېږي او په متحدو ایالتونو کې د دوی د مېشتېدو غوښتنلیکونه به د فیلیپین په یو مرکز کې څېړل کېږي. د فلیپین د مشرانو جرګې د له ناستې څخه داسې معلومیږي چې د بهرنیو اړیکو کمېټه به په فلیپین کې د افغان غوښتونکو لپاره د موقتي استوګنې وړاندیز په اړه بحث وکړي. د فلیپین د بهرنیو چارو وزارت د دې پلان په اړه له څه نه دي ویلي.
































