د اسلامي همکاريو سازمان استازي طارق علي بخيت جاپان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د جاپان د استازي په ګډون د بهرنيو چارو وزارت له يو شمېر چارواکو او د جاپان د يو شمېر نادولتي موسسو له مسوولينو سره کتلي دی. د اسلامي همکاریو سازمان ویلي چې ښاغلي بخیت د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د دغه سازمان د ژمنو تعامل په اړه له زیانمنو شویو خلکو سره د بشري مرستو د پیاوړتیا او د سیاسي او بشري ستونزو د حل لټولو په اړه خبرې کړې دي. د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان زياته کړه، چې د دغه سازمان پلاوي په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او جاپان د ګډو پروژو د پلي کېدو لپاره د لارې نقشې د موندلو په اړه په جاپان کې د نادولتي موسسو له مسوولينو سره خبرې کړې دي.
































