د ملګروملتونو د بشري مرستو د همعږۍ دفتر یا اوچا وايي، چې په افغانستان کې د پخوا پرتله په خوارځواکۍ د اخته د زیات شمېر ناروغانو درملنه شوې ده. د ملګروملتونو دغې ادارې په خپل میاشتني راپور کې، چې پرون یې خپور کړی ویلي، چې د ښځو ترمنځ منځنۍ کچې سختې خوارځواکۍ پېښې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې سره ورته وې. په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی، چې دغه سازمان د روان کال د مۍ په میاشت کې د دوو زرو ۲۲۸ نجونو په ګډون څلور زره ۲۸۴ ماشومان په ۱۳۰ روغتیايي مرکزونو کې بستر کړی او د هغوی درملنه یې کړې ده. د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکل له مخې په راتلوونکو میاشتو کې د خوارځواکۍ په پیښو کې به زیاتوالی راشي.
































