د کاناډا د منیتوبا ایالت په جنوب لویدیځ کاربېري ښار کې د یوې ترافیکي پیښې له امله ۱۵ کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه لارۍ له یوه بل موټر سره چې د دې هېواد عمر خوړلي وګړي پهکې سپاره و، ټکر وکړ. پولیسو ویلي، چې ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.
































