د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۱۵مه اعلان وکړ، چې د جرمني د صدراعظم اولاف شلڅ او د فرانسي د حکومت په بلنه به د چين صدراعظم لي چيانګ د جون له ۱۸مې څخه تر ۲۳مې پورې له جرمني څخه رسمي ليدنه وکړي او د چين او جرمني د حکومتونو تر منځ د سلا مشورو په اوومه غونډه کې ګډون وکړي.
د ویاند په وینا وروسته به له فرانسې څخه رسمي ليدنه وکړي او د نويو نړيوالو مالي تړونونو په سرمشريزه کې به ګډون وکړي.
































