د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۶مه په بېجينګ کې د امريکا د بيل او ميلينډا ګټس صندوق له متحد مشر بيل ګټس سره وکتل.
شي جين پينګ د بېوزلۍ د له منځه وړلو، طب، پرمختګ او عامې ښېګڼې په نړيوالو چارو کې د ښاغلي ګاټس او د ده د صندوق د اوږدمهالو هڅو ستاينه وکړه او و يې ويل، چې اوس په نړۍ کې د سلو کلونو بې ساري بدلونونه د رامنځته کېدو په حال کې دي، د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن په اړه زما د وړانديزونو موخه د نړيوالو ننګونو د حل لپاره د چين د پلان برابرول دي.
شي زیاته کړه، چې چين لومړی د خپلو مسئلو حل وفصل ته پاملرنه کوي. د چين دايمي ثبات او دواملرونکی پرمختګ د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره مهم خدمت دی.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې چين د چيني شکله عصري کېدو له لارې په هره برخه کې د چيني ملت د سترې بيا سمسورتيا په هڅه کې دی او هېڅکله به د لوېديځو هېوادونو هغه لاره غوره نه کړي، چې د هېواد له ځواکمنېدو وروسته باداري وغواړي. چين له نورو هېوادونو سره ګډ پرمختګ غواړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي هڅوي. چين هيله لري، چې له نورو هېوادونو سره د ساينس او ټکنالوژۍ د نوښت همکارۍ وکړي او د اقلیمي بدلون، وبا او د عامې روغتيا مسئلو په شمول، د نړيوالو ننګونو پر ضد مبارزې کې فعال ګډون وکړي. چين غواړي له بيل او د ده له صندوق سره په يادو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او د خپل توان په اندازه له نورو پرمختيايي هېوادونو سره مرستې وکړي.
































