د فلسطين ولسمشر محمود عباس له چين څخه د رسمي لېدنې پر مهال له خبري رسنيو سره په مرکه کې خپل دغه سفر ډېر مهم بللی او ویلي یې دي، چې د فلسطين او چين ترمنځ اړیکې د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو کچې ته لوړې شوي او دې فلسطينيانو ته ډېر ځواک ورکړی دی. نوموړي وويل، د عربي هېوادونو او چين ترمنځ سرمشريزه په بريالۍ توګه ترسره شوه او ډېر مهم پيغام يې ورکړی دی. عباس دغه راز ویلي، چې د سعودي او ايران ترمنځ شخړې له اوږدې مودې راهيسې دوام درلود او هېڅ هېواد د دواړو هېوادونو تضادونه هم نه وو حل کړي. ده ویلي چين ښه نيت لري او په دواړو هېوادونو کې هېڅ ګټې نه لټوي. د ده په خبره چین يو عادلانه هېواد دی او هیله یې ښودلې چې دغه هېواد د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د جوړجاړي په راوستلو کې هم رول ولوبوي. عباس زیاته کړې، که امريکا خپله رويه بدله کړي، د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ ستونزه به ژر حل شي.
































