د چين د ټرانسپورټ وزارت د جون په ۱۶مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د ټرانسپورټي چارو د پرمختګ د شميرنې راپور خپور کړ. خپور ښيي، چې تېر کال په چين کې د رېل پټليو، سړکونو او د اوبو لارو په شمول د تاسيساتو د ابادۍ په برخه کې سالم پرمختګ موندل شوی او هراړخيزې ترافيکي شبکې يې په پرله پسي ډول بشپړې شوې دې.
په ۲۰۲۲م کال کې د نويو رېل پټليو عمومي اوږدوالی ۴۱۰۰ کيلومترو ته رسيدلی، د نويو سړکونو عمومي اوږدوالی ۷۴۱۰۰ کيلومترو ته رسيدلی، د اوبو په بندرونو کې د توليد بيړيو د درېدو ځايونه ۴۵۶ زيات شوی او د پوستي چارو د کارونو ځايونه ۲۱۰۰۰ زيات شوی. دغه راز د ګړنډې ترافيکي شبکې د چټکې ابادۍ په حال کې دې.
په ۲۰۲۲م کال کې د مالونو ليږد راليږد ښه تامين شوی او په ترافيکي چارو کې پانګونې په لوړې کچې ساتل شوې دي.
































