امریکایي پوځي چارواکي وایي که طالبانو ته روسیه انعام ورکړي یا نه، خو دغه ډلې پر امریکایي ځواکونو خپل بریدونه درولي دي. په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال فرانک مک کینزي له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي روسیه په هېڅ صورت د امریکا ملګرې نه ده. دده په خبره روسیه تل په افغانستان او نورو سیمو کې د امریکا د غوښتنو او اقداماتو پر خلاف کړنې ترسره کوي او پر دې هم سترګې نه شي پټېدلی چې دغه هېواد په افغانستان کې هم طالبانو ته وسلې او مالي مرستې رسولې. هغه وایي د روسیې له لوري طالبانو ته د انعام ورکړه د اندېښنې وړ نه ده، ځکه که طالبانو ته انعام ورکړل شي یا نه، دغه ډله نور پر امریکایي ځواکونو بریدونه نه کوي. نوموړي زیاته کړې استخباراتي ادارو ته یې امر کړی چې دغه مسئله په خورا دقیقه توګه وڅېړي او ټول معلومات ورسره شریک کړي. مک کینزي وایي دوی ددې اطلاعاتو تر خپرېدو وروسته د سرتېرو د ساتنې اقدامات هم نه دي پیاوړي کړي، ځکه سرتېرو ته یې هېڅ خطر متوجه نه دی.
































