د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانستان سره دې “رغنده اړیکي” وساتي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ په غونډه کې وویل، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د یوه باثباته اقتصاد له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیسي. هغه خبرداری ورکړ چې په دې حساس پړاو کې د افغانستان د ۴۰ میلیونو وګړو پرېښودل به د “نا تصور وړ پایلو” لامل شي. زرداري په دې غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې هیله څرګنده کړه چې د سرپرست حکومت چارواکي به د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته غاړه کیږدي.
































