د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دغې غونډه کې د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د برېښنا بند د پاتې چارو د بشپړولو په هکله بحث وشو او مالیې وزارت ته دنده ورکړل شوه چې تړوني شرکت ته پاتې انوایس ورکړي او تړوني شرکت هم د پاتې چارو پر بشپړولو مکلف دی. د ماڼوګي ولسوالۍ د برېښنا بند کارونه ۹۷٫۷ سلنه مخته تللي او دغه بند د ۲٫۱ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
































